د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، چي په تېر ۲۰۲۵ ميلادي کال ۲.۹ ميليونه افغان کډوال د ګاونډيو هيوادونو څخه افغانستان ته راغلي.
د ياد سازمان په وينا چي تر نيمايي زيات دغه افغان کډوال په جبري ډول ايستل سوي او افغانستان ته راغلي.
دغه سازمان دغه راز زياتوي، چي ۱.۹ میلیونه کسان له ایران، یو میلیونه کسان له پاکستان او یو زر او ۹۵۳ کسان له تاجکستان څخه ایستل سوي او بېرته افغانستان ته راغلي.

دغه افغان کډوال په داسي حال کي افغانستان ته راغلي چي دلته د سرپناه، روغتيا، خوراکي توکو، زده کړو او دې ته ورته نور اوليه خدماتو څخه بې برخي دي او ژوند ئې له ستونزو سره مخ دئ.