د ۲۰۲۱م کال د فبروري پر ۱۴مه د بارک اوباما يوې مرکې په نړيوالو رسنيو کي تود بحثونه راوپارول

د ۲۰۲۱م کال د فبروري پر ۱۴مه د بارک اوباما يوې مرکې په نړيوالو رسنيو کي تود بحثونه راوپارول. اوباما په خبرو کي وويل چې د نا پېژاندو الوتکو (UFO) په اړه ځيني ريکارډونه او انځورونه موجود دي چي بشپړ وضاحت نه لري. خو وروسته يې ژر سپيناوی وکړ چي د ولسمشر په توګه يې د ځمکي څخه بهر د کوم هوښيار موجود سره د مستقيمي اړيکي هېڅ ثبوت نه دی ليدلی.
د هغه دا دوه‌ګوني څرګندوني يو ځل د «نامعلومو شيانو» يادونه، او بيا د فضايي مخلوق د شتون نه تاييد په امريکا او ټوله نړۍ کي د خلکو پام ځان ته واړاوه. ځينو کسانو دا خبره د «اعتراف» په ډول واخيسته، خو نور بيا وايي چې اوباما يوازي د نا پېژاندو الوتکو په اړه خبري کولې، نه دا چې حتمي فضايي موجودات سته، په همدې لړ کي د امريکا د فضايي څېړنو اداره NASA هم څو ځله ويلي چي تر اوسه د ځمکي څخه بهر د هوښيار ژوند کوم قطعي علمي ثبوت نه دی موندل سوی. ناسا زياتوي چي د کائناتو پراخوالی دا امکان ردولای نه سي، خو علمي شواهد تر اوسه نسته.
رسنيو لکه CNN او BBC په خپلو راپورونو کي دا موضوع وڅېړله او د امريکا له اولسمشر څخه يې هم پوښتنه وکړه چي آيا دی د داسي موجود د ليدلو کوم ثبوت لري چي انسان نه وي او ځمکي ته راکښته سوی وي؟

ټرمپ په ځواب کي وويل چې دی په دې اړه يقيني معلومات نه لري، خو که کوم محرم اسناد وي، هغه بايد عام نه سي. هغه ټينګار وکړ چي که رښتيا هم کوم پټ معلومات موجود وي، نو افشا کول يې لويه تېروتنه بلل کېدای سي.
د څېړونکو په اند، د «نامعلومو الوتکو» موضوع ډېری وخت له فضايي مخلوق سره تړي، حال دا چي ډېر وخت دا ډول پېښې طبيعي، تخنيکي يا نظامي توضيح لري. په وروستيو کلونو کي د امريکا حکومت ځيني ويډيوګاني خپرې کړې چي پکي نا پېژانده الوتکي ښودل سوي، خو بيا هم د فضايي موجوداتو د شتون رسمي تاييد نه دی سوی.
په ټوله کي، دا موضوع تر اوسه د شک او اټکل تر کچي محدوده ده. علمي نړۍ وايي چې تر څو کره، ازمېيل سوي او تکرارېدونکي شواهد وړاندې نه سي، د فضايي مخلوق د شتون ادعا علمي ثبوت نه بلل کېږي. خو بيا هم دا راز موضوعات د خلکو تخيل راپاروي او د سياست، رسنيو او ساينس تر منځ يو جالب بحث ژوندی ساتي.