د سره صليب نړۍوالي کمېټې د چهارشنبې په ورځ ويلي

د سره صليب نړۍوالي کمېټې د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي په کندهار ولايت کي به ۸۵۰ کورنيو ته د څښاک د پاکو اوبو زمېنه برابره کړي.
دغي کمېټې ويلي، چي د کندهار ښار په ۹ مه ناحيه کي به کوچنيانو د پاکو اوبو له پاره خورا لېري مزل په پښو کوی؛ ترڅو خپل کور ته اوبه راوړې، چي د همدې ستونزي له امله به ډېری کوچنيان د زده کړو څخه هم بې برخي پاته وو.
د سره صلیب کمېټه زیاتوي چي همدې ستونزي ته په کتلو په ياد ولايت کي اوس مهال ۱۲.۵ کیلومتره نوی پایپ‌لاین نصبوي، څو پاکي اوبه د خلګو کورونو ته نژدې کړي. ياده کمېټه وايي چي په کندهار ولايت کي به ډېر ژر په دغه سيمه کي ۸۵۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پيداکړي

بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د پاکو اوبو کموالی یو له جدي ستونزو شمېرل کېږي. د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي له هر لسو کسانو څخه اته تنه ناپاکي اوبه څښي.