د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کي ویلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کي ویلي، چي په ۲۰۲۵ کال کي له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي کډوال زياتره له زده‌کړو بې برخي دي، لیک او لوست نه سي کولای.
راپور زیاتوي چي دا حالت به احتمالاً د افغانستان په ولسوالیو کي د ډېرو بېوزلو او زیان منونکو ټولنو ترمنځ، د محدودو سرچینو پر سر سیالي نوره هم زیاته او د فقر ګراف به لوړکړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخي، په تېرمیلادي کال کي ټول ټال ۲.۹ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي، چي له دې جملي څخه ۱.۹ میلیونه له ایران او یو میلیون نور له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

د ياد سازمان په وينا د ایران څخه ۶۷ سلنه او له پاکستان څخه ۷۰ سلنه راغلي افغان کډوال بې تعلیمه دي. همدارنګه ۵۳ سلنه ئې له دواړو هيوادونو څخه راغلي افغان کډوال هېڅ مهارت نه لري او لاس نيوي ته اړتيا لري.