د ط..البانو د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بغلان ولايت کي ئې يو کس د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس ئې ۳۵ دورې وهلی او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
هېره دي نه وي، چي ط..البانو په تېرو لسو مياشتو کي تر ۸۰۰ زياتو کسانو ته په عام محضر کي بدني سزاوي ورکړي. د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو د ط..البانو څخه غوښتي چي په عام محضر کي دي دغه ډول سزاوي نور پای ته ورسوي او د بشر د حقونو درناوی دي وکړي.