د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتريش ټاکل سوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتريش ټاکل سوې، چي سبا پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبري وکړي.
ګوتريش به په اسلام‌اباد کي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار او ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پیل له پاره د پاکستان ډیپلوماټیکي هڅي به د ګوتريش د سفر د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

نوموړي مخکي هم د اسلام‌اباد هغه هڅي ستایلي وې، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو او د تاوتریخوالي د کمولو له پاره ئې کړي وې.