د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چي ط..البانو د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ په کابل او هرات کي ۵۲ ښځي او یوه نجلۍ نيولې ده.
د یوناما په وینا، دغه کسان د حجاب او جامو په اړه د ط..البانو د لارښوونو د نه مراعتولو په تور نیول سوي او تر څو ساعتونو توقیف وروسته بېرته ئې ازادي کړي دي.
یوناما د ښځو پر وړاندي د سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه هم اندېښنه ښودلې او له ط..الب چارواکو ئې غوښتي چي د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د هغوی پر وړاندي تبعیضي کړني ودروي.