د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان د خپلي اړتیا وړ څه باندي ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو او نورو هیوادونو واردوي او هر کال تر ۲۸۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت کوي.
دغه سازمان د افغانستان د انرژۍ اوونۍ په مناسبت ویلي، چي افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید له پاره د ۲۲۰ زره مېګاواټه څخه د ډېر ظرفیت لرونکی دئ.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې، سره له دې چي افغانستان د برېښنا د تولید پراخي سرچینې لري، خو لا هم د هیواد ډېری وګړي له دوامداري او باوري برېښنا بې‌برخي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *