د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په خپل وروستي راپور کي ویلي

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په خپل وروستي راپور کي ویلي، چي په افغانستان کي یوازي شاوخوا ۳۳ سلنه خلګ برېښنا ته لاسرسی لري، حال دا چي په کلیوالو سیمو کي دا کچه تر ۲۰ سلنه هم کمه ښودل سوې.
د راپور له مخي، د هر افغان د کلنۍ انرژۍ مصرف نژدې ۷۰۰ کیلوواټه ساعته دئ، چي د نړۍوال اوسط په پرتله ۳۰ ځله ټیټ ګڼل کېږي.
یادې ادارې زیاته کړې، چي له ۲۰۲۱ کال راهیسي ئې په څه باندې ۶ زره مرکزونو کي لمریز سیستمونه نصب کړي، چي له ډلي ئې ۵۴۲۰ روغتیايي مرکزونه، تر ۸۰۰ ډېر ښوونځي او له ۸۵۰ څخه زیات سوداګریز مرکزونه دي.

راپور وایي، دغو پروژو هر کال د ۳۳ زره ټنه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو مخه نیولې او د شاوخوا ۱۲ میلیونه لیټره ډیزلو مصرف ئې راکم کړی دئ.