د ملګرو ملتونو کارپوهانو اروپايي ټولني ته خبرداری ورکړی، چي افغانستان ته د افغان کډوالو په زور ستنول د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره تړاو لري او له ط..البانو سره د اړیکو عادي کول ئې د اندېښنې وړ موضوع بللې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اروپايي ټولني له غړو هیوادونو غوښتي، چي د کډوالو د حقونو او د نړۍوالو بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي او هغه کسان داسي ځای ته بېرته ونه لېږي، چي هلته ئې ژوند او خوندیتوب له ګواښ سره مخ وي.
دوی د افغانستان د بشري حقونو وضعیت هم ډېر خراب بللی او ویلي ئې دي، چي د ښځو او نجونو حقونه په پراخه او سیستماتیکه توګه تر پښو لاندي کېږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چي د ښځو او نجونو پر وړاندي د سرغړونو پراخوالی او دوام ښايي د بشریت ضد د جنایتونو تر کچي ورسېږي.