د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ننګرهار ولايت په سپين غر ولسوالۍ کي په يوه کور کي د ګازو د ډبې د چاودني له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي دوې ښځي وژل سوي او دوه کوچنيان نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.