د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ په بټي کوټ ولسوالۍ کي د ترافيکي پېښي له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان سوي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې.