د ننګرهار ولایت په سرخ‌رود ولسوالۍ کي د پاکستان څخه د تازه راغلو افغان کډوالو یو موټر چپه سوی

د ننګرهار ولایت په سرخ‌رود ولسوالۍ کي د پاکستان څخه د تازه راغلو افغان کډوالو یو موټر چپه سوی، چي له امله ئې یو کس مړ او ۳۵ نور ټپیان سوي دي.
د ط..البانو د ننګرهار امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دا پېښه تېره شپه د شیخ مصري په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي، ټپیان د پېښي له ځایه د سرخ‌رود ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د درملني په موخه لېږل سوي دي.