د ننګرهار په مرکز جلال‌آباد ښار کي د انګورباغ سیمي اوسېدونکي وایي

د ننګرهار په مرکز جلال‌آباد ښار کي د انګورباغ سیمي اوسېدونکي وایي، ط..البان د شنبې په ورځ سهار مهال د دوی کورونو ته ورغلي او شاوخوا ۴۰ کورنیو ته ئې ویلي چي خپل کورونه پرېږدئ.
د سیمې اوسېدونکي وایي، چي ط..البانو له ټانکونو او درنو وسلو سره سیمي ته ورغلي دي.
ځايي خلګ ادعا کوي، چي دغه کسانو د ط..البانو د سرې مياشتي د رئيس شهاب الدين دلاور کسان وو او په جبري ډول دوی د خپلو کورونو باسي.

د هغوی په وینا، دوی له تېرو ۴۰ کلونو راهیسي په دې سیمه کي ژوند کوي او د خپلو کورونو او ځمکو قانوني اسناد لري.