د ننګرهار څخه ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي په ننګرهار ولایت کي د تیرو دوو ورځو په ترڅ کي د دوو وژل سوو کسانو جسدونه موندل سوي دي.
د سرچینو په وینا، د شینواري ولسوالۍ په کانال ۲۷ سیمه کي د ذکرالله په نوم یو ځوان، چي د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و جسد ئې تېره ورځ د سيمي اوسېدونکو پيدا کړی وو.
سرچينه دغه راز زياتوي چي په خوګیاڼو ولسوالۍ کي ئې هم د یوه بل کس مړی موندل سوی چي پر وجود ئې د شکنجې او ټکانو نښي موجودي وې.
تر اوسه د دغو پېښو لاملونه او عاملین نه دي معلوم او ط..البانو ئې هم په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.