د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په برګمټال ولسوالۍ کي په يوه کان کي د چاودني له امله يو کس وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته رامنځ ته سوې او يو کس په کښي خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.