د نيمروز د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د نيمروز د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د مرکز اړوند په دريمه امنيتي حوزه کي ئې ۱۰۰ تنه هغه کسان نيولي چي په ناقانونه توګه ايران ته تلل.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ط..البانو د انساني قاچاقبرانو پر درو پټنځايونو عمليات کړي او دغه کسان ئې نيولي دي.
باید وويل سي چي په افغانستان کي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم زرګونه افغان ځوانانو د بېکارۍ او غريبۍ له امله بهرنيو هيوادونو ته پر سختو او قاچاقي لارو سفر کوي.