د نيمروز د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د نيمروز د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي په دوو جلاجلا ترافيکي پېښو کي دوه کسان وژل سوي او ۹ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، د شنبې په ورځ سهار مهال د نیمروز پر لویه لار د سپینې قرارګاه په سيمه کي یو فیلډر او یو لوکسل موټر چپه سوي چي له امله ئې یو کس وژل سوی او شپږ نور ټپیان سوي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي چي تېره ورځ هم د زرنج–دلارام پر لویه لار، د دلارام په سیمه کي دوو باروړونکي موټرو له یوه بل سره ټکر کړی چي له امله ئې یو کس وژل سوی او درې نور ټپیان دي.

خبرپاڼه ليکي چي دغه ترافيکي پېښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوي.