د نيمروز ولايت د ط..البان امنيتي مسؤلينو ويلي

د نيمروز ولايت د ط..البان امنيتي مسؤلينو ويلي، چي د دغه ولايت په چهار برجک ولسوالۍ کي ئې ۱۱ جریبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه کړې ده.
د هغوی په خبره چي هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چي پر خپلو ځمکو باندي د نشه يي توکو کښت وکړي.
بلخوا بيا ځايي کروندګرو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البان دي د يادو کښتونو پر ځای د بديل کښت له پاره ورسره مرسته وکړي. هغوی له ط..البانو څخه په ياده برخه کي د مرستي غوښتنه کوي.