د هرات څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د هغه ځوان جسد موندل سوی

د هرات څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د هغه ځوان جسد موندل سوی، چي څه موده وړاندي د هرات ښار د خراسان مارکيټ څخه تښتول سوی و.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان نقيب الله نومېږي او جسد ئې په داسي حال کي موندل سوی، چي پر وجود ئې د‌ شکنجې کولو نښي ښکاري.
سرچينې زياتوي، چي د دغه ځوان جسد تېره ورځ په نو اباد سيمه کي خاورو ته سپارل سوی

تر اوسه د دغه ځوان د وژل کېدو علت څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه‌دي ويلي.