د هرات څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي په دغه ولايت کي يو خاوند خپل مېرمن زندۍ کړې او وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه مېرمن د هرات په حوزوي روغتون کي نرسه وه، چي د کار څخه تر رخصتېدو وروسته خپل خاوند وژلې ده.
په ورته کي ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي، چي تر پېښي وروسته دغه کس خپل کوچنی زوی هم بېولی او د سيمي څخه تښتېدلی دئ.