د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د ط..البانو د امرب.المعروف ادارې مامورينو پنځه تنې ښځي د حجاب د نه مراعاتولو په تور نيولي دي.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو دغه مېرمني د هرات ښار په ليلامي چوک کي د جامو اخيستلو پر مهال نيولي دي.
سرچينه زياتوي، چي دغه مېرمني د رواني اوونۍ په جريان کي نيول سوي.

باید وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ط..البانو پر افغان مېرمنو د زده کړو، کار، ټولنیزو فعاليتونو او نورو اساسي حقونو بنديز لګولی.