د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس د تهران څخه غوښتنه کړې

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس د تهران څخه غوښتنه کړې، چي په اسلام‌اباد کي د امریکا سره په روانو مذاکراتو کي په ښه نیت ګډون وکړي.
آلبارس د جمعې په ورځ خبریالانو ته ويلي، چي ایران باید په دې خبرو کي فعاله ونډه واخلي او د ده په وینا، د خبرو میز ته باید د باور فضا راوړي.
هغه زیاته کړې، چي دوې ورځي وړاندي ئې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبري کړي دي او له هغه ئې هم غوښتي چي د توغندیو او بې‌پيلوټه الوتکو ټول بریدونه ودروي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزير ويلي، چي د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د کمېدو له پاره د پوځي اقداماتو بندول او د ډیپلوماټیکو هڅو پیاوړتیا مهمه ده.