د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړي، چي په تېر ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د ناچاوده توکو د چاودني له امله په افغانستان کي ۷۹ کسان وژل سوي او ۸۵ نور ټپيان دي.
دغه سازمان ويلي، چي د وژل سوو کسانو زياته برخه ماشومان دي.
د رواداري سازمان په وينا د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودونو له امله ۳۰ نارینه، ۶ مېرمني او ۴۳ ماشومان وژل سوي دي.
ياد سازمان دغه راز ويلي، چي پهدغه کال کي ۴۸ ماشومان، ۳۲ نارینه او ۶ مېرمني ټپياني سوي دي.
د يادوني وړ ده، چي دغه مرګ ژوبله د ځمکنیو ماینونو، جنګي سرګلولو او له تېرو جګړو څخه د پاته سوو ناچاوده توکو د چاودني له امله رامنځ ته سوې ده.