د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ ويلي، چي په تېره اوونۍ کي ۸۴ افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د کندهار د سپین بولدک د لاري افغانستان ته راغلي.
ياد وزارت ويلي، چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت د اوسېدولو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيولي او زنداني کړي وو.
دغه افغان کډوال د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.