د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ ۵۴۴ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۴۹۲۱ تنه کېږي؛ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۶۸۲ کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۸۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دغه خبرپاڼه همدارز ليکي، چي په همدې ورځ ۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۱۹ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.