له پاکستان سره د يوې لنډي وسله‌والي جګړې وروسته

له پاکستان سره د يوې لنډي وسله‌والي جګړې وروسته، نژدې يو کال کېږي چي هند هڅه کوي خپل اټومي وسلې لرونکی ګاونډی هېواد داسي وښيي لکه د ترهګرۍ ملاتړی وي او نور حکومتونه بايد پرې باور و نه کړي.
خو داسي ښکاري چي دا پيغام چندان اغېز نه دی کړی. په نوي ډيلي کي چارواکي دا اوونۍ په اندېښنه ګوري، ځکه چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د نړۍ نورو لوړپوړو چارواکو اسلام‌اباد د ايران پر ضد د امريکا–اسرائيل جګړه کي د سولي راوستونکی بللی دی.
ټرمپ په ښکاره ډول د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف او د پوځ د مشر عاصم منير ستاينه وکړه او ويې ويل چي دوی دی دې ته وهڅاوه چي د بمبارۍ لړۍ د دوو اوونيو لپاره ودرېږي. اوس ټاکل سوې ده چي اسلام‌اباد د شنبې په ورځ د سولې خبرو کوربه وي، چي د امريکا پلاوی به د مرستيال ولسمشر جي ډي وينس په مشري ګډون کوي.

په نوي ډيلي کي د اوربند خبر ته غبرګون نسبتاً سوړ و. که څه هم حکومت په ښکاره ډول د اوربند هرکلی وکړ، خو په پټه توګه چارواکو هڅه وکړه چي د سولي راوستلو کي د پاکستان رول کم اهميت وښيي. دوی وايي چي د اوربند په ټينګښت کي څو هېوادونه شامل وو، لکه چين او نور…
چارواکو وويل چي د منځني ختيځ په چارو کي د اسلام‌اباد ګډون نوې خبره نه ده او دا د سيمي او امريکا سره د هند پر ستراتيژۍ اغېز نه کوي. هغوی ټينګار وکړ چي د واشنګټن او نوي ډيلي اړيکي لا هم ټينګي دي او پر اوږدمهاله ستراتيژۍ ولاړي دي.
سره له دې، د هند اصلي مخالف ګوند ژر د صدراعظم نريندر مودي د هغي تګلارې نيمګړتياوي په ګوته کړې چي غوښتل يې پاکستان ګوښه کړي.

د هند ملي کانګرس وياند جيرام رامېش وويل:
“د اوربند په راوستلو کي د پاکستان رول د ښاغلي مودي د ډېپلوماسۍ لپاره لويه ضربه ده. هغه تګلاره چي غوښتل يې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله منزوي کړي او نړۍ ته يې ناکام دولت وښيي، بريالۍ نه سوه.”
تېره مياشت رسنيو راپور ورکړ چي د مخالفينو مشرانو د هند د بهرنيو چارو له وزيره پوښتنه وکړه چي آيا د پاکستان منځګړيتوب د هند لپاره ماته ده که نه. وزير دا خبره رد کړه او ويې ويل چي هند منځګړی رول نه لوبوي.

د بنګلور د “تکششيلا انسټيټيوټ” بنسټګر نيتين پای وويل چي د سولي راوستونکي په توګه د پاکستان رول د دې هېواد د منځني ختيځ له هېوادونو سره د نژدې اړيکو څرګندونه کوي—لکه له سعودي عربستان سره تړون، له ايران سره ګډه پوله، او له خليجي هېوادونو سره نژدې اړيکي—چي دا ټول د دې شخړې سره د هغه نژدې تړاو ښيي.
هغه وويل: “پاکستان هېڅکله يوازې نه و. دا بېلابېل ملګري لري او دا اړيکي د حالاتو سره بدلېږي. نو دا خبره چي پاکستان به منزوي سي، يوازي يو خيال دی.”
د پاکستان دا رول د سيمي لپاره يو ناڅاپي بدلون ګڼل کېږي. تېر کال، مودي د هغو لومړنيو مشرانو له ډلي و چي د ټرمپ د دويمې دورې پر مهال سپيني ماڼۍ ته وربلل سوی و، او دواړو خواوو د سوداګرۍ د تړون هيلي درلودې. په هغه وخت کي پاکستان له کورني سياسي بحران سره مخ و او په نړۍ کي چندان نه ښکاره کېده.

خو دا حالت وروسته بدل سو کله چي تېر می مياشت کي د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ جګړه وسوه. ټرمپ څو ځله وويل چي دا جګړه يې پای ته رسولې، چي د هند چارواکي يې حيران کړل او پاکستانيان يې خوښ کړل. پاکستاني چارواکو حتی ټرمپ د نوبل د سولي جايزې ته نوماند کړ.
دا بدلون د هند هغه هڅې کمزوري کړې چي غوښتل يې پاکستان منزوي کړي او د ترهګرۍ ملاتړی يې وښيي. همدارنګه، دا حالت د امريکا سره د هند اړيکي هم څه نا څه کمزوري کړي.
په عين وخت کي، هند هڅه کړې چي د منځني ختيځ په شخړه کي بې‌طرفه پاته سي، څو هم له امريکا لرې نه سي او هم د ايران او روسيې له انرژۍ ګټه واخلي.

يو هندي چارواکي وويل چي نوی ډيلي هېڅکله د جګړو د منځګړيتوب وړانديز نه کوي، بلکې تل يې د خبرو او ډېپلوماسۍ ملاتړ کړی.
پخواني ډېپلوماټ ارون سينګ وويل چي د ايران په شخړه کي د پاکستان رول يوازي د حالاتو له امله و، نه دا چي د سيمې په جوړښت کي لوی بدلون وي.
هغه وويل: “پاکستان ته اړتيا وه، نو رول يې ولوباوه. موږ بايد ډېر پرې اندېښنه و نه کړو.”

په وروستيو مياشتو کي د امريکا او هند اړيکي بېرته ښه سوي دي، او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، دفاع او نړيوالو مسایلو په اړه خبرې کوي.
هند او امريکا په فبروري کي يو سوداګريز تړون هم کړی، که څه هم لا يې وروستي جزئيات بشپړ سوي نه دي.
يو بل کارپوه وويل: “د امريکا او هند اړيکي د شپږو اوونيو پخوا په پرتله نه ښه دي او نه خرابي. اصلي تمرکز لا هم پر سوداګرۍ دی.”

سره له دې، ځيني اندېښنې سته چي د ايران جګړه کي د امريکا رول به د دې هېواد د ستراتيژۍ په اړه پوښتني راولاړي کړي.