د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس بوینو ویلي

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس بوینو ویلي، هیواد ئې د ط..البانو اداره په رسمیت نه پېژني او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ له پاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د مادرید په څلورمه غونډه کي ویلي، ط..البان پر خپلو نړۍوالو ژمنو نه دي درېدلي او د افغان ښځو حقونه باید د سیاسي معاملو قرباني نه سي.
هغه له نړۍوالي ټولني غوښتي، چي په افغانستان کي د ښځو د حقونو سرغړوني وڅېړي او د عاملانو د حساب ورکولو او عدالت د ټینګښت له پاره دی ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *