د هلمند ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کي ئې پنځه تنه انسان تښتوونکي نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغو انسان تښتوونکو دوه کسان تښتولي وو او په سنګين ولسوالۍ کي ئې ساتل چي وروسته ئې د هغوی د کورنیو څخه د لس ميليونه افغانيو غوښتنه کړې وه.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه دوه کسان ئې د انسان تښتوونکو څخه ژغورلي او خپلي کورنۍ ته ئې سپارلي دي.