د هلمند ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېره اوونۍ کي ئې ۱۵ زره او ۱۳۰ کيلوګرامه قاچاقي توکي نيولي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه توکي ئې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالۍ کي نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه توکو کي درمل، خوراکي او غير خوراکي توکي شامل وو، چي د پاکستان څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل.