پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی، چي د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف د فدرالي حکومت تر بېړنۍ غونډي وروسته د يکشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کي تر بلي خبرتیا پوري بېړنی حالت اعلان کړی دئ.
د راپورونو له مخي، په دې غونډه کي په خیبر پښتونخوا کي د والي د واکمنۍ د پلي کېدو پرېکړه هم سوې او پولیسو ته د احتمالي تاوتریخجنو لاریونونو پر وړاندي د چمتووالي امر سوی دئ.