پاکستان پوځ وايي، د افغانستان پولي ته څېرمه د کرم په سیمه کي له هغو وسلهوالو سره په نښته کي ۱۲ کسان وژل سوي، چي غوښتل یې له افغانستانه پاکستان ته واوړي.
د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي په وژل سویو کسانو کي د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي شامل دي. د خبرپاڼې له مخي، په دې نښته کي یو پاکستانی سرتېری هم وژل سوی دی.
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چي افغان طالبانو د ټيټيپي د وسلهوالو د ملاتړ په موخه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ډزي کړي دي. پوځ یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت تور لګولی، چي د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې یې خپلي نړیوالي ژمني نه دي عملي کړي.