د هلمند څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د هلمند څخه ځايي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي د يوه مسجد د ملا د ټاکلو پر سر کليوالو جنګ کړی، چي له امله ئې يو کس وژل سوی او درې کسان نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا په دغه پېښه کي د محمد‌عيسی په نوم يو ۲۶ کلن ځوان وژل سوی دئ.
بايد وويل سي چي د دغه ولايت ط..البانو د يادي پېښي په تړاو تر اوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويلي.