د‌ هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د‌ هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د يو وژل سوي ځوان جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي د دغه ځوان پر وجود د وهلو او شکنجه کولو نښي ښکاري.
د دغه ځوان د وژل کېدو علت او هويت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.

بايد وويل سي، چي ط..البانو هم د يادي موضوع په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.