د ط..البانو تر واک لاندي د ماليې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی، چي د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت په لارښوونه د رواني سلواغي مياشتي له ۱۹ مي نېټې وروسته د افغانستان په ټولو ګمرکونو کي د پاکستان څخه راوړل سوي درمل نه محصولوي.
د یاد وزارت په وينا، چي د پاکستان څخه د درملو واردوونکو ته ئې خبر ورکړی، چي باید خپلي تجارتي چاري تر ټاکل سوي نېټې پوري بشپړي کړي.
د ط..البانو دغه وزارت افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې، چي په پاکستان کي خپل مالي حسابونه تر راتلونکو ۱۹ورځو پورې تصفیه کړي، څو وروسته له ستونزو سره مخ نه سي. د مالیې وزارت ټینګار کړی چي له ټاکل سوي نېټې وروسته به په هېڅ ګمرک کي له پاکستان څخه راغلي درمل نه محصولېږي.