د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د سې شنبې په ورځ ۳۸۰ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۱۵ د افغان کډوالو کورنۍ د اسلام کلا د لاري او ۱۳ کورنۍ د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي ۳۱۴ کورنۍ د تورخم د لاري، ۲۴ کورنۍ د سپين بولدک دلاري او ۱۴ کورنۍ د هلمند بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي له ايران او پاکستان څخه ۲.۸ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي.