د هندوستان د هندو په نوم ورځپاڼي په نشر سوې خبر کي ويلي چي ط..البانو په هند کي خپل سفارت ته نوی سرپرست معرفي کړی.
د يادي ورځپاڼي په حواله چي ط..البانو نوراحمد نور د هند د سفارت سرپرست ټاکلی.
د يادي ورځپاڼي د راپور په حواله نوموړی اوس مهال ډیلي ته رسېدلی او تمه ده چي په نژدې ورځو کي به خپله رسمي دنده پیل کړي.
تر اوسه د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت او د هند چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.