د بدخشان د ط..البانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چي د دغه ولايت په خاش ولسوالۍ کي څلور کان کیندونکي د مسموم کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د یاد ریاست په وینا، دغه پېښه پرون (جمعه) هغه مهال رامنځ ته سوې، چي کان کيندونکو د بېروج ډبرو کان کي د دود او کاربن له کبله مسموم سول.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي د وژل سوو کسانو جسدونه له کان څخه را ايستل سوي او خپلو کورنیو ته سپارل سوي دي.