د فراه یو شمېر تجاران شکایت کوي چي ط.البان د اسنادو د نه بشپړوالي په پلمه، د فراه په ګمرک کي د هغوی خوراکي توکي ګرځولي دي.
دوی وايي چي دغه توکي له څو ورځو راهیسي د فراه په ګمرک کي ولاړ دي او نه پرېښودل کېږي چي بازار ته ولېږدول سي.
تجاران زیاتوي چي د خوراکي توکو بندښت د بازار پر نرخونو هم منفي اغېز کړی.
هغوی اندېښنه لري چي که دا توکي ژر خلاص نه سي، د لمر له امله به خراب سي او دوی ته به مالي زیان ورسېږي.
دغه تجارانو له ط..البانو غوښتي چي د دوی ستونزو ته ژر حل پیدا کړي او بند پاته توکي بازار ته پرېږدي، څو د خلګو اړتیاوي پوره سي او نرخونه بېرته عادي حالت ته وګرځي.