د هیواد وتلی او خوږ ژبی سندرغاړی ثاني عبيدالله د اوږدې ناروغۍ وروسته نن پنج شنبه له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.
د ثاني عبيدالله دوستانو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي هغه د اوږدې مودې راهيسي د مغزو د سرطان د ناروغۍ څخه کړېدی، چي نن ئې د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړل.
ثاني عبيدالله د خپل ځانګړي هنري سبک، خوږ ږغ او ولسي سندرو له امله خاص مينه وال درلودل. هغه يوازي په افغانستان کي نه بلکي په سيمه کي د پښتو ژبي د سندرغاړو ترمنځ خاص شهرت درلودئ.
ثاني عبيدالله اصلي د کندهار ولايت د تخته پل ولسوالۍ اوسېدونکی و.