د ټايم مجلې د راپور له مخي په ايران کي د ګرانۍ ضد لاریونو د پيل څخه تر اوسه پوري ۲۰ جوماتونه، ۲۶ بانکونه، دوه روغتونونه او ۴۸ موټرونه سوځول سوي او زيانمن سوي دي.
دغه ويډيو چي څراغ تلوېزيون تر لاسه کړې په کښي ښکاري چي لاريون کوونکو په تهران ښار کي د الرسول په نوم مشهوره جامع جومات ته اور اچولی او د ايران د ازادۍ شعارونه ورکوي.