د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کي د سکرو په یوه کان کي د چاودني له امله ۳۲ کانکیندونکي وژل سوي او ۱۰ نور کسان لا هم د کان دننه بند پاته دي.
د ژغورني ډلي هڅه کوي، چي بند پاته کارکوونکي له کان څخه وباسي، خو د پېښي د ځای وضعیت لا هم ستونزمن بلل کېږي.
د پاکستان د کانونو د دولتي پلټونکي غني بلوڅ په وینا، لومړنۍ څېړني ښيي چي د پېښي اصلي لامل ښايي د کان دننه د میتان ګاز راټولېدل وي، چي وروسته د چاودني سبب ګرځېدلی دئ.
چارواکو ویلي، د پېښي د څرنګوالي د معلومولو له پاره نوري څېړني هم رواني دي.