د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، له ط..البانو غوښتي چي د ګاونډیو هیوادونو امنیتي اندېښنو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، له ط..البانو غوښتي چي د ګاونډیو هیوادونو امنیتي اندېښنو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ګواښونو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي دا څرګندوني د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کي د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي کړي دي.
په دې غونډه کی افغانستان، چي د یاد سازمان غړیتوب لري، هیڅ استازی نه لري او پاکستان ط..البانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

اسحاق ډار ویلي، هیواد ئې د یوه سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دئ، چي له ګاونډیو هیوادونو سره په سوله کي ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *