د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي پاکستان د افغانستان په اړه په خپل پاليسي کي پاته راغلی دئ.
د هغه په خبره چي پاکستان د تېرو ۷۸ کلنو راهيسي د افغانستان سره د ګاونډيتوب په موخه ښه او دوستانه اړيکي نه کړې جوړي.
مولانا فضل الرحمان ويلي چي همېشه د جګړې خلاف دئ او غواړي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ نور روان اختلافات دي پای ته ورسېږي.
هغه په ټينګار سره ويلي، چي پاکستان دي د افغانستان په اړه پر خپله جوړه سوې پاليسي باندي د سره فکر وکړي.
هغه د پاکستان پر دولت نيوکه کړې چي د جګړې پلوي کوي او په خبره ئې چي نور دي د رواني پاليسۍ څخه لاس واخلي.