د پاکستان د‌ دفاع وزير خواجه آصف د يوې پاکستاني رسنۍ سره په تازه مرکه کي ويلي

د پاکستان د‌ دفاع وزير خواجه آصف د يوې پاکستاني رسنۍ سره په تازه مرکه کي ويلي، چي د دې امکان سته چي پاکستان د روژې مياشتي مخکي په افغانستان کي د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لړۍ پيل کړي.
د هغه په خبره چي پاکستان د‌ هر ډول امنيتي ګواښونو په وړاندي چمتو دئ، چي‌ د خپلي خاوري او خلګو څخه دفاع وکړي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي د افغان ط..البانو سره تر يوې اندازي اړيکي لري، خو د افغانستان د خاوري څخه لا هم د وسله والو تهديد نه‌‌ دئ کم سوی.

هغه په دغه مرکه کي يو ځل بيا ادعا کړې، چي په پاکستان کي رواني ناامنۍ ته افغان ط..البانو لاره هواره کړې ده.
هغه ګواښ کړی، چي پاکستان به د خپلي خاوري څخه په ټول توان دفاع کوي.
هیره دي نه‌ وي، چي ط..البانو د پاکستان دغه ادعاوي په څوځله رد‌کړي او په خبره ئې چي دا د پاکستان کورنۍ ستونزي دي افغانستان به مداخله نه‌کوي.