د پاکستان د سوداګرۍ د برخي چارواکي وایي

د پاکستان د سوداګرۍ د برخي چارواکي وایي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو او په سیمه کي د سمندري لارو د ګډوډۍ له امله د دغه هیواد سوداګرۍ سخت زيان ليدلی دئ.
د دوی په وينا چي د همدې ستونزو له امله پاکستان ته تر ۱.۴ ميليارده ډالره ډېر زيان رسېدلی دئ.
د هغوی په وینا، صادرات ئې خورا کم سوي، زرګونه بار وړونکي کانټینرونه ئې درېدلي او د منځنۍ اسیا پر لور د ټرانزیټي عوایدو بهیر هم اغېزمن سوی دئ.

دوی خبرداری ورکړی، چي که اوسنی وضعیت همداسي دوام وکړي، د پاکستان صادرات به لا ډېر راکم سي.
په ورته وخت کي د پاکستان حکومت وایي، د زیانونو د جبران له پاره پاکستان د بدیلو ترانزیټي لارو او هوايي بار وړني د پراخولو هڅي ئې پیل کړي دي.