د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني تماس کي د سیمي پر وروستیو حالاتو خبري کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي راغلي چي اسحاق دار د تهران او واشنګټن ترمنځ د روان کړکېچ د راکمولو له پاره د هر ډول ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ څرګند کړی او ویلي ئې دي چي شخړي باید د خبرو اترو له لاري حل سي.
په اعلامیه کي همدارنګه ویل سوي چي دواړو خواوو د یو بل سره د اړیکو د لا ټینګښت او دوام په اړه موافقه کړې ده.

په ورته وخت کي، د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخي، ایران چمتو نه دئ چي له امریکا سره په اسلام‌اباد کي مذاکرات ترسره کړي.