د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا (PM&DC) اعلان کړی، چي هغه پاکستاني وګړي چي د افغانستان له طبي او د غاښونو د طب پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو فارغ سوي، نور به په ملي ثبت ازمویني (NRE) کي د ګډون اجازه و نه لري.
يادي شورا ویلي، یوازي هغه فارغان کولای سي په دې ازموینه کي ګډون وکړي، چي د بهرنیو طبي فارغانو د تعلیمي کمېسیون (ECFMG) له لوري په تائید سوي نوملړ کي د شامل پوهنتونونو څخه فارغ سوي وي.
د دغي شورا په حواله دا مهال د افغانستان هېڅ طبي یا د غاښونو د طب پوهنتون او تعلیمي مؤسسه د ECFMG په تائید سوي نوملړ کي نه ده شامله.
د ملي ثبت ازموینه په پاکستان کي د طبي او غاښونو د طب فارغانو له پاره د مسلکي فعالیت او جواز ترلاسه کولو له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.