د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل وليخان له ط..البانو غوښتي چي د نجونو پر زدهکړو لګول سوي بندیزونه دي پای ته ورسوي.
نوموړي د امریکا د سفر پر مهال په یوې غونډه کي ویلي، د افغان نجونو له زدهکړو محرومول غیرانساني عمل دئ او ط..البان باید د نجونو د زدهکړو حق بېرته ورکړي.
هغه زیاته کړې، ګوند ئې له افغان نجونو د زدهکړو د حق ملاتړ کوي او د دغه بندیز د لغوه کېدو غوښتنه ئې کړې ده.
ط..البانو په ۱۴۰۰ کال کي واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او وروسته ئې پوهنتونونو ته هم د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه.