د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله ادعا کړې

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله ادعا کړې، چي په افغانستان کي ۸ زره روزل سوي کسان په پاکستان کي ترهګریز فعالیتونه کوي.
د هغه په خبره چي دغه کسان په افغانستان کي د هند او اسرائيلو په مالي ملاتړ روزل کېږي او وروسته د ترهګرۍ له پاره افغانستان ته استول کېږي.
هغه ويلي، چي د پاکستان دولت مخکي هم ط.. البانو ته ويلي وو، چي د ترهګرۍ او پاکستان ترمنځ باید يو انتخاب کړي.

د هغه په وینا چي پاکستان به په افغانستان کي تر هغه وخته بريدونو ته دوام ورکوي، ترڅو په افغانستان کي د ترهګرو پټنځایونه له منځه يوسي.
بلخوا بيا ط..البانو د پاکستان د دولت دغه ډول ادعاوي رد کړي او بې اساسه ئې بللي دي.